IQNA

د دوبئ د قرآن د سیالیو په دوهمه شپه د مصر د نابینا قاري ځلیدا

14:27 - March 16, 2024
د خبر لمبر: 3488887
ایکناـ د دوبی د جایزې قرآن نړیوالو سیالیو دوهمه شپه د ټول قرآن د اوو  سیالي کونکو قاریانو د سیالۍ شاهده وی اودوي د دغه پړاؤ د لا برلاسه روتبو د ترلاسه کولو  هڅه وکړه چې د  داجرا په دغې شپې کې د مصر د یوه یتیم او نابینا  حافظ یوسف السید عبدامعطي الاشعل  اجرا ډيره په زړه پورې او  ستایونکی وه.

ایکنا نیوز د البیان اماراتي ویب پاڼې له قوله راپور راکړ،د دوبۍ د جایزې قرآن سیالیو د اوه ویشتم پړاؤ په دوهمه شپه چې د چارشنبې په ماښام  ترسره شو،له پرتګاله حمید محمد شکیل، له تاجیکستانه ابوبکر عبدالرازق، له مصر څخه یوسف السید عبدالمعطي الاشعل ، له هندوستانه  شعیب  شرف الدین محمد ، له ډنممارکه  جمال علمی عمر،له تایلینډه عبدالله شریف عیسی او له آسټریلیا څخه  اسد الله سعد بادالو  سره سیالی وکړې.

 ددغو سیالیو په دوهمه شپه چې د دوبئ د فرهنګ او علم د کلب د غونډو په هال کې ترسره شوې،دسیالیو په ویترین  داسې حافظان حاضر شول چې په هغو کې لږترلږه پنځه سان د لاغوره روتبو د ترلاسه کولو جوګه دي.

 د مصر نابینا حافظ یوسف السید عبدالمعطي المشعل د قرآني محفوظاتو په وړاندې کولو کې په مسلطې او په زړه پورې اجرا او د قاضیانو د کمیټې د خبرداری ورکونکي ټلۍ  په خاموش ساتلو  سره  د سیالیو ددوهمې شپې یو ځلانده  ستوری ؤ.

شلک کلن یوسف الاشعل د الاهر پوهنتون د قرآني علومو  دپوهنځي محصیل دی چې له موره نابینا زیږیدلی دی ،خو خداوندمتعال هغه ته د خپل ژوند په لومړنیو کلونو کې د قرآن کریم دحفظ توفیق ورکړی دی.داسې چې هغه دقرآن حفظ له درې کلنۍ پیل کړی او  په اته کلنۍ کې  دټول قرآن حافظ شوی دی.

د یادولو ده چې د دوبۍ د قرآن نیړوالې جایزې د سیالیو اوه ویشتم پړاؤ د مارچ په دولسمه ماښام  د درستې دنیا د اویاؤ هیوادونو د استازو په شتون سره د دوبی د علم او کلتور کلب د غونډو په هال کې پیل شوی او د سیالیو په دغه پړاؤ کې د ایران د اسلامی جمهوریت  نماینده دټول قرآن کریم قاري او نابینا امیر هادي بایرامي هم پکې برخه اخلي.

https://iqna.ir/fa/news/4205533

 

captcha